محمد هارون چخانسوري: د کانونو او پټرولیم وزارت به په راتلونکو پنځو کلونو کې د پانګونې د فرصتونو پر پراختیا تمرکز کوي

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۲۰:۲
علعل

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په مشرۍ د کانونو کاري ګروپ (Mineral Working Group) غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. په دې غونډه کې، د اړونده سفارتونو، ډونرانو، خصوصي سکتور، مدني ټولنې او د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو ګډون درلود. 

د کانونو کاري ګروپ (Mineral Working Group) د کانونو او پټرولیم وزارت، یو شمېر سفارتونو، خصوصي سکتور او مدني ټولنې له استازو څخه تشکیل شوی چې د استخراجي صنایعو د سکتور د برنامو او ستونزو په هکله منظم بحثونه ترسره کوي. 

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت به په راتلونکو پنځو کلونو کې د پانګونې د فرصتونو په پراختیا تمرکز کوي. 

محمد هارون چخانسوري زیاته کړه: موږ په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۰۰ څخه د زیاتو ساحو جیولوجیکي سروې ترسره کړه او تېره اوونۍ مو د کوچني مقیاس ۵۶ پروژې اعلان ته ورسپارلې. له دې څخه موخه، په افغانستان کې د کانونو د متوسطې او کوچنۍ کچې د سوداګرۍ پراختیا ده.

د کانونو او پټرولیم وزیر، په ۲۰۲۱ کال کې د ۲۰۰ نویو ساحو د جیولوجیکي سروې، د کانونو د لارې په نقشه کې د تعریف شویو لومړیتوبونو پر بنسټ د تشکیلاتي اصلاحاتو او د تخنیکي او حقوقي ظرفیتونو د جلبولو په اړه، هراړخیز معلومات شریک کړل.

ورپسې، د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو د تسهیل معین محمد عتیق ذکي د صادراتو د پالیسۍ د جوړولو لپاره د ګډو هلوځلو، د کانونو د انستیتیوت د ایجادولو او په حقوقي چارچوب کې د تعدیلاتو په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې، د ګروپ د غړو پوښتنو ته د کانونو او پټرولیم وزارت د مسئولینو لخوا ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته