له ترکيي پانګوالو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه
د کانونواو پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سه شنبه د 20/4/1402 نېټې له ترکيي پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
ترکیي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان په معدني زیرمو باند د پانګونې لېوالتیا په اړه خبرې وکړې. او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان په کانونو باندې به پانګونه او پروسس د افغانستان د ننه کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیي پانګوالو له لېوالتیا څخه چې د افغانستان په کانونو باندې کوي مننه او د افغانستان د کان کېندنې قوانینو مطابق یې ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه.