د 26 قلم رنګ توکو تیارولو داوطلبي
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست له ټولو مستحقو داوطلبانو څخه غواړي چې د دغه وزارت په مرکز کې د اداري او خدماتو ریاست ته د ضرورت په خاطر د 26 قلم رنګ توکو تیارولو لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. او د اړونده شرطنامه کاپي د تدارکاتو د اجناسو او غېري مشورتي خدماتو آمریت څخه د یکشنبې په ورځ 26/4/1401 نېټې وروسته له غرمې 04:00 بجو تر لاسه کولی شي او خپل آفرونه د شرطنامې او او د تدارکاتو له قانون او طرزالعمل سره سمې ډکې کړئ او د آفرګشايي غونډې په ورز یې وړاندې کړئ.
آفرګشایي د دوشنبې په ورځ د 27/4/1401 مخکې له غرمې 10:00 بجې ده
د آفر کوونکي تضمین باید د بانک ګرنټي وي او یا هم 46000 شپږ څلوېښت زره افغانۍ نغدېژ پيسې له ځانه سره ولري د داوطلبۍ وړ دي.
د تدارکاتو د طرازالعمل د پنځمې مادې له مخې په یاده پروژه کې ورته قرارداد او کلنی حجم ته اړتیا نشته.
د یاده پروژه مالي توانايي 800،000 اته سوه زره افغانۍ ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت د محمود خان پله تر عبدالحق څلور لارې د مسلخ تر څنګ د تدارکانو ریاست لومړۍ منزل (99) شمېره اطاق د یاد ریاست د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.