د 120 میلیونو افغانیو په ارزښت د دریو کاني ساحو داوطلبي ترسره شوه
د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د کندلان سیمې د B بلاک د مرمر ډبرو کان چې 0.920 کیلومټره مربع مساحت لري د 68.310000 افغانیو په پانګونې سره او همدا راز د لغمان ولایت مرکز مهترلام د پنج پای سیمې د بیوتیت دار ګرانیټ کان چې 0.851 کیلومټره مربع مساحت لري د 34.155000 افغانیو په پانګونې سره او د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د پیر سرخ سیمې ګچ چې 0.266 کیلومټره مربع مساحت لري د 21.170000 افغانیو په پانګونې سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، یو شمېر رئیسانو، ټاکلي هئیت او هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي ول د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې داوطلبي ترسره شوه.
په دغه داوطلبي کې د حفیظ عالمیار استخراجي شرکت د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د کندلان سیمې د B بلاک د مرمر ډبروکان یوټن د 1650 افغانیو په رویالیټي سره ګټونکی شو او همدا رنګه د الافضل انټرنشنل استخراجي شرکت د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار د پنج پای سیمې د بیوتیت دار ګرانیټ کان یوټن د 440 افغانیو په رویالیټي سره ګټونکی شو او د افغان ایکو استخراجي شرکت د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د پیر سرخ سیمې ګچ کان یوټن د 1120 افغانیو په رویالیټي سره ګټونکي اعلان شول د یادونې وړ ده چې یاد کانونه د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شو او 120 کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: ګټونکي شرکتونه مکلف دي چې د رویالیټي سربېره ټولنیزو خدمتونو او د چاپیریال ساتنې او استخراج برخو کې خپلو تعهدات ترسره کړي.