د 12 کوچني مقیاس کان کېندنې ساحو اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کانونو او پټرولیم وزارت چې په لوګر، میدان وردګ، پکتیکا، فاریاب، ارزګان، او هلمند ولایتونو کې 12 د کوچني مقیاس کان کېندنې ساحې موقعیت لري د علاقمندانو د خبرولو لپاره اعلان ته سپاري.
علاقمندن کولی شي چې 9/9/1401 نېټې څخه تر 8/10/1401 نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه د منرالونو د تنظیم عمومي ریاست ته وسپاري، وروسته د شرایطو له لوستلو کولی شي چې د ټاکل شوي نرخ په بدل کې شرطنامه تر لاسه کړئ. د یادونې وړ ده چې د ټاکلې نېټې وروسته د علاقمندانو غوښتنلیکونه د منلو وړ ندي.