د کندهار ولایت د سرب او جستو د پلور داوطلبي ترسره شوه

sp_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۲:۴۷
فروش سرب و جست کندهار

د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د بي بي ګوهر سیمې د (752.14) ټنه استخراج شویو سرب او جستو داوطلبي د 1403/9/22 نېټې د کوچنیو تړنونو د طبیق رئیس انجنیر ګل محمد برهان، د عوایدو د تنظیم رئیس انجنیر عبدالله، ټاکلې کمېټې داوطلبو شرکتونو په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په پیل کې د کوچنیو تړنونو د تطبیق رئیس ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او د پروسې د روڼتیا، دیاد ولایت د سرب او جستو په اړه یې خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې د ګډون کوونکو له جملې څخه ښاغلی ګلبدین د داود زوی د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د بي بي ګوهر سیمې د (752.14) ټنه استخراج شویو سرب او جستو یو ټن (42140) افغانیو په قیمت سره ګټونکی اعلان شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته