د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د استخراج بهیر، تخنیکي چارو او د کارکوونکو فعالیتونو ارزونه وکړه.
همدا راز یې د معیاري استخراج پر اړتیا ټینګار وکړ ویې ویل د طبیعي زېرمو څخه باید په مسلکي ډول ګټه واخیستل شي، تر څو ملي عواید زیات او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
سربېره پر دې یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د کان کېندنې اصولو او د کارکوونکو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
