د کانونو او پټرولیم وزارت کارمندانو لپاره د ارزونې پرګرام ترسره کول

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۵:۳۹
a

د کانونو او پټرولیم وزارت کارمندانو لپاره د ارزونې پرګرام د بشري سرچینو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ په همغږۍ د 16/8/1402 نېټې د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري او د ملکي خدمتونو د مرستیال اود یاد وزارت د بشري سرچینو د رئیس په شتون کې ترسره شو.
 د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ملکي خدماتو کارمندانو لپاره د زده کړواو ظرفیت لوړونې په برخه کې یې د هغوی هڅې وستایلې، د زده کړې او ظرفیت لوړونې برخه یې اړینه وبلله ویې ویل: د زده کړې لپاره هیڅ ناوخته نه ده، کارمندان باید له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي د خپلو زده کړو کچه دې لوړه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د پرګرام د پای ته رسېدو څخه وروسته د کارمندانو ارزونې د اول بست څخه نیولې تر شپږم بست پورې ده، د کارمندانو د ارزونې اړوند د دوی د اړتیا سره سم د زده کړو لپاره برنامې د ظرفیت لوړونې په موخه په بېلابېلو برخو کې به ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته