د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي په چین هېواد کې د Jinchuan او د Jisco شرکتونو له کانونو او کارخونو څخه لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي چین هېواد ته د خپل سفر پرمهال چې مشري یې ددغه وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي کوي په چین هېواد کې د Jinchuan او د Jisco شرکتونو له استازو سره بحث او نظرونه شریک کړل.
یاد پلاوي د نکل، اوسپنې، المونیم، مس، کوبالټ، پولي میټال کانونو څخه لیدنه وکړه. د یادو کانونو استازو د پروسس کارخونو او کانونو په اړه خپل نظریات او تجربې ورسره شریکې کړې او په یادو برخو کې ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.