د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ
د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو ساتنې او انسجام رئیس مولوي سید قاسم زاهد، د بامیانو ولایت د کانونو رئیس مولوي نعمت الله عباس او ګډ پلاوي سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د آمو دریا نفتي حوزې قشقري او انګوت امنیتي استازو سره یې ولیدل.
په دغه لیدنه کې یې له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د تجهیزاتو او عامه شتمنیو د ساتنې او نورو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
د هغوی ستونزې او وړاندیزونو یې واورېدل ډاډ یې ور کړ چې د حل په برخه کې به ورسره لازمې همکارۍ کوي.