د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست کندهار او هلمند ولایتونو ته سفر

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۵:۲۵
سسس

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ  الحدیث شهاب الدین دلاور، مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري او مل پلاوي د چهار شنبې په ورځ د 4/8/1014 نېټې کندهار او هلمند ولایتونوته سفر وکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد سفر په ترڅ کې د کندهار له والي سره په لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې. همدارنګه يې د یاد ولایت د کانونو له ریاست څخه لیدنه وکړه او د کارکوونکو د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې. په ورته وخت کې د کرومایټ او د مرمر ډبرو له قراردادي شرکتونو سره هم خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هلمند ولایت ته د خپل سفر په دوام د دغه ولایت له والي او مسوولینو سره د لیدنې پر مهال د دغه ولایت د کانونو له ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه وزارت لاسته راوړنې یې وستایلې او هغوی یې د خلکو او هېواد د خدمت لپاره وهڅول.
همدارنګه د هلمند د رخام ډبرو له ټولو پوره وړو شرکتونو سره خبرې وکړې او له دوی څخه یې وغوښتل چې خپل پورونو د ژر تر ژره ورکړي.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هلمند ولایت د حجاري او نجاري فابریکې څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته