د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د انرژۍ اړوند بېلابېلو ناستو کې ګډون وکړ
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او مل پلاوي د روسیې فدراسیون ته د سفر په دویمه ورځ مسکو کې د انرژۍ اړوند اقلیم ته د زیان اړونې پرته د هایدروکابوني انرژۍ تولید، د انرژۍ په سکټور کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا، د سیمه ایزې انرژۍ د همکارۍ امکانات او د روسیې انرژۍ د پانګونې نوې دورې په ناستو کې ګډون او بحث وکړ.
او همدا راز ښاغلي بدري د روسیې فدراسیون د انرژۍ وزیر سیرګي تسویلوف سره دوه اړخیزه ناسته وکړه چې په دغه ناسته کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي سیرګي تسیویلوف د افغانانو ظرفیت لوړونې او د افغانستان په اړه پخواني جیولوجیکي او جیوفزیکي برخه کې د روسیي متخصصیونو ډیټا او معلومات افغانستان ته د سپارلو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزرات سرپرست د یادو ناستو په څنډه کې د ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید کمپنۍ له مشر سره ناسته ترسره کړه او یادې کمپنۍ ته یې په افغانستان کې له ډبرو سکرو او ګازو څخه د برېښنا تولید لپاره بلنه ورکړه.