د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له نظام الدین قیصاري سره ولیدل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ د 16/8/1402 نېټې له نظام الدین قیصاري او یو شمېر پانګوالو سره په خپل کاري دفترکې ولیدل.
په دغه لیدنه کې په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسبو شرایطو او همدارنګه د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې، پانګوالو د هېواد د قېمتي او نیمه قېمتي کانونو په برخه کې خپله علاقمندي وښوده او د پانګونې غوښتنه یې وکړه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته ښه راغلاست وویل او د همکاریو ژمنه یې ورسره وکړه.