د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له ملي پانګوالو او د هغوی له بهرنیو شریکانو سره وکتل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۶
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د حسیب صفي عاشوري سوداګریز شرکت له مسوولینو او د هغوی له چینايي شریکانو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: الحمدلله په ټول هېواد کې امنیت تامین دی، د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي، د ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو هرکلی کوو.
ورپسې د حسیب صفي عاشوري سوداګریز شرکت مسوولینو او د هغوی چینایي شریکانو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د سرتاسري امنیت او د پانګونې لپاره د مناسبې زمینې برابرولو له امله مننه وکړه د سرو زرو، نفرایټو او مسو کانونو په برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او طرزالعمل مطابق به د پانګونې په برخه کې د زمینې په برابرولو په موخه له دوی سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته