د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له روسي پانګوال سره ولیدل

firoz_admin
شنبه, سپتمبر 16 2023 3:37 PM
x

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ د 25/6/1402 نېټې د MRT کمپنۍ له رئیس ښاغلي ګریمن کفانوف او د میګا ابرک کمپنۍ له رئيس انجنیر روح الله سادات سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د افغانستان په طبیعې زېرمو باندې د پانګونې په شته فرصتونو خبرې وکړې او په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
همدارنګه د یادو شرکتونو رئیسانو د افغانستان په کانونو باندې د پانګونې په ځانګړې توګه د زمرد ډبرو د کانونو په برخه کې یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته ښه راغلاست وویل، او بهرنیو کمپنیو ته د پانګونې د اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه ورسره وکړه.
د یادونې وړ ده چې یادې کمپنۍ د مسلکي  پرسونل او همدارنګه  پرنړیوال سیستم برابر د قېمټې ډبرو د پرې کولو لپاره د نویو وسایلو په درلودلو سره د پانګونې غوښتونکي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه, سپتمبر 05 2024 12:48 PM
Background image

د کاني زېرمو په برخه کې د روسي پانګوال لېوالتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ (1403/6/15) نېټې له روسي پانګوالو او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې. . .

پنجشنبه, سپتمبر 05 2024 8:14 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (1403/6/14) نېټې په افغانستان کې د ترکیې هیواد له سفیر ښاغلي جنک اونال او  مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې. . .

پنجشنبه, سپتمبر 05 2024 8:13 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ اداري غونډه د چهارشنبې په ورځ د (1403/6/14) نېټې د بېلابېلو  برخو رئیسانو او آمرینو په ګډون د وزارت د. . .

بېرته خبرونه ته