د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له ترکي پانګوالو سره وکتل

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۵۹
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (1403/7/18)  نېټې په خپل کاري دفتر کې له ترکي پانګوالو سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو او د هېواد په کاني زېرمو کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ترکي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې مننه وکړه او د انتیموني کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: موږ چمتو یو چې قانوني همکاري وکړو او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلب او جذب لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته