د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د TOYAR قراردادي شرکت له رئیس سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۹:۱۳
ss

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د چین هېواد دویم مس عینک قراردادي شرکت له رئیس او مل پلاوي سره دیادې کمپنۍ د پرمختګونو او فعالیتونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د تویار شرکت رئیس د یادې پروژې د اکتشافي کارونو په اړه خبرې وکړې او د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه یې خپل وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
د وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چين د پانګوالو شتون يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د ټينګښت او پراختيا لامل وباله، دغه راز يې د ياد شرکت د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او په هېواد کې دننه یې د مسو د سل فیصده پروسس په اړه ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته