د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د MJAM شرکت له مرستیال سره ليدنه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ 1402/1/9 نېټې د مس عينک پروژې MJAM قراردادي شرکت له مرستیال او مل پلاوي سره وليدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور او د MJAM شرکت مرستیال د مس عينک پروژې اړوند موضوعات او د یادې پروژې د عملي کار د پیل د څرنګوالي په اړه یې بحث او نظرونو شريک کړل.
همدارنګه په دې ليدنه کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د يادې کمپنۍ له خوا د دغې پروژې د عملي کار د پيل غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: دا چې په ټول هېواد کې سرتاسري امنيت دى او د مس عينک پروژې امنيت هم تامين شوى دى، نو له همدې امله شرکت باید ژر تر ژره د پروژې عملي او تطبیق چارې پیل کړي.