د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کابل له والي سره وکتل

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۵:۵۳
kabul

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د شنبې په ورځ (۸/۱۰/۱۴۰۳) نېټې د کابل له والي الحاج مولوي امین الله عبید سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د پانګوالو د جلب او جذب، د کاني زېرمو د اغېزمن مدیریت، د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج د مخنیوي په اړه یې بحث او خبرې وکړې. د کابل والي د کابل د کانونو د قراردادیانو ستونزې د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی له راتګ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او کړنلارې سره سم به د یادو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۳:۴۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سرپل له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت بدري د یکشنبې په ورځ د 1403/10/16 نېټې په خپل کاري دفتر کې د سرپل له والي الحاج مولوي محمد ظریف مظفر سره وکتل.
په دغه لیدنه کې  ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت بین الوزارتي غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث ضیا‌ءالرحمن الاریوبي په مشري د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې بین الوزارتي غونډه د اقتصادي معاونیت، ټولګټو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبي ترسره شوه

د (39210) امریکايي ډالرو په ارزښت د (763)  قیراطه زمرد د 11/10/1403 نېټې د پنجشېر د والي استازي، کانونو رئیس، سیمه یزو مسوولینو، کان کیندونکو، رسنیو او د هېواد 100 تنو څخه زیاتو ملي. . .

بېرته خبرونه ته