د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کابل د علماوو شورا له مرستیال سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ (1403/8/22) نېټې د کابل ولایت د علماوو شورا له مرستیال ښاغلي مولوی ظاهر خان "خادم" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د کاني زېرمو د مدیریت، د پانګوالو لپاره د لازیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د ملي پانګې د ساتنې، د کارموندنې او دغه راز د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.