د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هیواد Ei-Erdun کمپنۍ له مسؤل سره وکتل
![بیب](/sites/default/files/2022-03/67431422-4f62-47cd-a050-df2eec088636.jpg)
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن پنجشنبه 4/1/1401 کال د چین هیواد د Ei-Erdun کمپنۍ له مسؤل ښاغلي هاین ما سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي هاین ما ته د کانونو او پټرولیم وزارت ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل چې د افغانستان او نړۍ په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا د یاد وزارت لومړیتوب دی.
ښاغلي هاین ما د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ټاکل کېدو مبارکي وویله او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب غوښتلو تر څنګ یې وویل:”افغانستان او چين اوږده تاريخي اړيکي لري او د تاريخ په اوږدو کې د دواړو هېوادونو وګړي د ورونو په څېر له یو بل سره ژوند کړی“.
په دغه لیدنه کې ښاغلي هاین ما د افغانستان د سرو زرو د استخراج په برخه کې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې غوښتنه وکړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست له خوا یې ستاینه وشوه او ژمنه یې وکړه چې د کانونو سکټور قانون او نورو اړوندو مقرراتو سره سم به په شفافې داوطلبۍ کې د ګډون زمینه برابره کړو.