د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټولګټو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د ټولګټو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي بخت الرحمن شرافت سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
دواړو لورو په افغانستان د پانګونې پر شته فرصتونو سربېره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې د مناسبې زمینې برابرولو، د کانونو او پټرولیم وزارت او د اوسپنې پټلۍ ادارې تر منځ یې د لازیاتې همغږۍ او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له خپل لوري ورسره د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.