د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ولسي جرګې له یو شمېر پخوانیو وکیلانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن سه شنبه د 1401 کال د کب میاشتې په ۹ مه د ولسي جرګې له یو شمېر پخوانیو وکیلانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د افغانستان د شیعه ګانو د مرکزي سیمو د امنیتي وضعیت په اړه بحث او خبرې وشوې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.