د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات ولایت د مرمر ډبرو او مالګې کانونو څخه لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د مالګې او د چشت شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو له کانونو څخه لیدنه وکړه.
د يادو کانونو مسوولينو د خپلو کارونو او راتلونکو پلانونو په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل خپلې ستونزې او نظريات يې ورسره شريک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او مسوولینو ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د لا زیاتې روڼتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.