د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نیمروز له والي سره وکتل

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۴۴
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د نیمروز له والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د نیمروز ولایت د کاني زېرمو د ښه مدیریت، د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو را جلبول، د عوایدو د کچې لوړولو، د کاني پروژو له لارې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، پانګوالو ته د لازیاتو اسانتیاوو په رامنځته کېدو او د غیر قانوني استخراج د مخنیوي په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته