د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړې استازې سره ولیدل.

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۳:۵۰
صصص

د ا.ا.ا د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي، د پلان او پالیسۍ مرستیال شېخ شیاءالرحمن الاریوبي، د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې نن یکشنبه ۲۲/۸/۱۴۰۱ نېټې ورسره ولیدل.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د افغانستان د کانونو په اړه: چې کانونه د  هیواد ملي سرمایه ده او په دې کې د افغانستان د هر وګړي حق دی. او د اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو ټولې برخې  څار او په تخنیکي توګه استخراج کېږي. او همدارنګه په ټول هیواد کې ملي حاکمیت او ټولیز امنیت تامین شوی دی. 
په یاده ناسته کې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په بېلابېلو موضوعاتو او هیواد ته له بهر څخه د افغانانو د راستنېدو په اړه هم خبرې وکړې.
ښاغلي شېخ صاحب وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د خلکو د هوساینې لپاره کار کوي او غواړي چې د دوی لپاره د ښه ژوند کولو شرایط برابر کړي تر څو له بهر هیوادونو څخه ټول مېشت افغانان په ډاډه زړه خپل هیواد ته راستانه شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي د یاد وزارت له مشرتابه څخه د دوی د مېلمه پالنې مننه وکړه او وویل: واقعاً هم په دې وروستیو کې مثبت کارونه تر سره شوي او په دې باوري یو چې د ستاسو مشرۍ لاندې به هیڅ ډول فساد ونشي. او راز یې په راتلونکي کې د لا زیاتو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته