د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک کان قراردادي کمپنۍ له رئیس سره وکتل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۹:۱
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د مس عینک کان قراردادي کمپنۍ له رئیس ښاغلي سانګ سره وکتل.
په دې کتنه کې د مس عینک کان اړوند د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې، د یادې کمپنۍ رئیس د پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل، د پروژې د عملي پیل لپاره یې خپل کاري پلانونه او وړاندیزونه شریک کړل سربېره پردې یې د وزارت له مشرتابه څخه د لازمو لارښوونو غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د وړاندیزونو او کاري پلانونو له اورېدو څخه وروسته د دې پروژې د کار د چټکتیا او په نږدې راتلونکې کې د عملي کار د پیل غوښتنه وکړه او لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د. . .

بېرته خبرونه ته