د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له مرستیال سره وکتل

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۷
دیدار سرپرست وزارت با معین عواید و گمرکات وزارت مالیه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۲۰/۱۰/۱۴۰۳ نېټې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې غونډه کې یې د هېواد عایداتي سرچینو، د کاني زېرمو اغیزمن او غوره مدیریت، د قراردادونو پلي کولو او څارنې، د ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو، د کاني سیمو بیا رغولو او د چاپیریال ساتنې ته د زیاتې پاملرنې په اړه یې بحث او نظرونه شریک او د لویو او کوچنیو کانونو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ارزښت او قراردادونو په اړه یې خبرې وکړې او لازم تصمیمونه یې ونیول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته