د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د فاریاب له کاني سیمو لیدنه وکړه

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د فاریاب له کاني سیمو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د یاد ولایت مرستیال والي او د کانونو رئیس یې ملتیا کوله له بېلابېلو کاني زېرمو څخه لیدنه وکړه.
په دغه سفر کې اندخوی، درزاب او میمنه د مالګې دریو بلاکونو، د شیرین تګاب ولسوالۍ د ګچو کانونو او د طوطي میدان د تېلو زېرمو څخه لیدنه او ارزونه وکړه دغه راز یې تړوني شرکتونو استازو ته دچارو په چټکتیاد استخراج، پروسس او روڼتیا په موخه ځانګړې لارښوونې وکړې، د فاریاب ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل د حل په موخه يې ورسره د همکاریو ژمنه وکړه همدارنګه د کانونو تړوني شرکتونه ته یې سپارښتنه وکړه چې د یاد ولایت خلکو ته د ټولنیزو چوپړتیاوو سربېره د کان کیندنې په برخه کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته