د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غور او سمنګان ولایتونو له والیانو سره وکتل

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۵:۴۵
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د شنبې په ورځ د 3/6/1403 نېټې د غور ولایت له والي ملا احمد شاه دین دوست او د سمنګان ولایت له والي ملا محمد شعیب رسالت سره په خپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ الحدیث ضیاء الرحمن الاریوبي، مالي او ادارې مرستیال مولوی حسام الدین صابري او یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود، په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه  دیادو ولایتونو د کاني زېرمو د مدیریت او د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د پانګوالو د جلب او جذب په اړه بحث او خبرې وکړې.

د سمنګان او غور واليانو د کانونو او پټروليم وزارت له مشرتابه سره په کتنه کې د کانونو د اړوندو ریاستونو له کړنو او لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه او د قاچاق او غير قانوني کيندنو په برخه کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ، دغه راز دوی د یادو ولایتونو د خلکو ستونزې هم له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ژمنه وکړه، چې د شته امکاناتو په شتون کې به یادو ستونزو ته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته