د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۸:۵۷
ss

 د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د 1402/7/26 نېټې د جاپان له سفیر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کار دفتر کې وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ په سياسي مسايلو, د دغه هيواد همکاريو، د افغانستان په اوسني وضعیت، د کانونو په برخه کې د پانګونې او همدارنګه د افغانستان او جاپان ترمنځ د تاریخي او اوږدمهاله دوستۍ په اړه خبرې وکړې. 
په پای کې دواړو خواوو د اقتصادي مسايلو د تعقيب او چټکتيا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر لا پياوړتيا ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته