د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بدخشان ولایت د کانونو له نوي رئیس سره ولیدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۵:۰
s

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د بدخشان ولایت د کانونو له نوي رئیس مولوي عبدالحلیم سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د یاد ولایت د کانونو رئیس د خپلو کارونو او فعالیتونو په اړه خپل راپور وړاندې کړ، د کارونو د ښه والي په موخه یې د خپل ریاست اړوند ستونزې او غوښتنې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغه د کاري راپور، ستونزو او غو ښتنو له اورېدو څخه وروسته یې د بد خشان ولایت د کاني زېرمو سربېره د سرو زرو او قېمتي ډبرو دارزښت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: کاني زېرمې د هېواد ملي پانګه ده، د هغو مدیریت، څارنې، ساتنې او روڼتیا برخې ته یې باید پاملرنه وشي.
په پای کې یې د کاري پروسې د ښه والي او مدیریت په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته