د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بادغیس له والي سره وکتل

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۳۵
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د بادغیس له والي مولوي عبدالصمد او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د بادغیس ولایت د کاني زېرمو د ښه مدیریت، په دغه ولایت کې د کانونو د اکتشاف  او استخراج په موخه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلبولو، د کاني پروژو له لارې د عوایدو په لوړولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د ملي پروژو د تمویل، په ځانګړي ډول د کانونو له لارې په دغه ولایت کې د سړکونو د جوړولو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته