د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایپیکس2 شرکت له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
چهارشنبه, دسمبر 06 2023 9:43 AM
سی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ایپیکس2 شرکت له رئیس ښاغلي عتیق الله نوشېر او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د ایپیکس2 شرکت رئیس د افغانستان  کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو، په ځانګړې توګه د سرو زرو، سرب جستو، مسو په اړه خبرې وکړې او د هېواد په کانونو باندې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه د هغوی له لېوالتیا څرګندولو څخه مننه وکړه زیاته یې کړه: افغانستان د کانونو له پلوه یو بډایه هېواد ده، ټول بهرني پانګوال کولی شي، چې په قانوني توګه په داوطلبیو کې ګډون او پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

سه شنبه, دسمبر 03 2024 9:26 AM
Background image

د کان کیندنې شرکتونو کارکوونکو ته د عملي او نظري کار په موخه روزنه ورکړل شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د خصوصي کان کیندنې شرکتونو د ۲۰ تنه کارمندانو لپاره، چې د عملي او نظري زده ‌کړو په موخه د څلور ورځو لپاره پېژندل شوي ول د دغه پروګرام له مخې د کان کیندنې،. . .

سه شنبه, دسمبر 03 2024 9:21 AM
Background image

بدخشان ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست رسمي سفر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په داسې حال کې چې مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري یې ملتیا کوي د یو رسمي سفر په ترڅ کې په بدخشان ولایت کې یې  د. . .

یکشنبه, دسمبر 01 2024 3:21 PM
Background image

د هرات ولایت د شل زره ټنه مالګې آفر ګشايي غونډه ترسره شوه

د هرات ولایت غوریانو ولسوالۍ د شل زره ټنه استخراج شوې مالګې آفرګشايي غونډه د 1403/9/11 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج په مشرۍ، د لویو. . .

بېرته خبرونه ته