د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره وکتل

sp_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۳:۳۵
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د 1403/8/20 نېټې په خپل کاري دفتر کې د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره وکتل.

په دې کتنه کې یې د هېواد د کاني زېرمو د ښه مدیریت، پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو او د کانونو له عوایدو څخه د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو او د دواړو وزارتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کولو یې بحث او خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اوبو او انرژۍ وزارت د وزیر په راتګ خوښي څرګنده کړه، دغه راز یې د افغانستان د کاني زېرمو له عوایدو څخه د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو په برخه کې د کانونو د کړنلارې مطابق د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته