د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې له عمومي رئیس سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 3/11/1400 نېټې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې له عمومي رئیس شیرباز کمین زاده او د کانونو له یو شمېر مختلفو شرکتونو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه ليدنه کې د غېر مسؤولو کسانو له خوا د غېر ناقانونو استخراج په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو د کانونو او همدارنکه د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د صادراتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت د ښه راغلاست تر څنګ او د خبرو له اورېدو وروسته زیاته کړه چې د هغوئ ستونزو ته به د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا پاملرنه وشي.