د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اسلامي بانک له پخواني مرستیال سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
زز

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ د 21/8/1402 نېټې د افغانستان اسلامي بانک له پخواني مرستیال ښاغلي انجنیر سید آقا سره په خپل کاري دفترکې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست تر څنګه وویل: افغانستان نن ورځ یو ازاد او خپلواک هېواد دی، چې ټول سیاسي، اقتصادي، سوداګري تصمیمونه د ملي ګټو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره په خپله نیسي.
ښاغلي انجنیر سید آقا د وزارت د مقام له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه ویې ویل: "د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت لاسته را وړنې او کارونه د ستایلو وړ دي". همدارنګه د پانګوالو د جلبولو په اړه یې خبرې وکړې زیاته یې کړه: "په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت شته، له ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو څخه غوښتنه کوم، چې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او په ډاډه زړه پانګونه وکړي، په همدې موخه کولی شي چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته بې له کومې وېرې سفر وکړي".
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: موږ کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره ښې اسانتیاوې رامنځته کړي دي کولی شي چې د هېواد د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته