د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د آفچین کمپنۍ له مشرتابه سره وکتل

firoz_admin
چهارشنبه, اپرېل 17 2024 12:34 PM
ss

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افچین کمپنۍ له مسوولینو سره په کتنه کې د یادې کمپنۍ د وروستیو پرمختګونو او فعالیتونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل، د کارونو د چټکتیا او ښه والي په موخه یې د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدې، د ستونزو د هواري او نورو اړوندو برخو ته د رسېدو په موخه یې هغوی ته ډاډ ور کړ.
دغه راز په دې غونډه کې د افچین قراردادي شرکت له خوا د امو دریا نفتي حوزې د قرارداد اړوندو سیمو ته د اړتیا وړ ۱۵۰ ټنه ډیزل تېلو، چې ۱۲۰ ټنه یې د قشقري او انګوت او ۳۰ ټنه نور د زمردسای سیمې اړوند دي، د افچین کمپنۍ د با صلاحیته مسؤلینو په شتون کې یې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې آفرګشایي ترسره شوه.
په پایله کې د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د مناسبې بیې په وړاندې کولو سره د ګټونکي په توګه اعلان شو.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست پر روڼتیا، د ژمنو سره سم د ټولنیزو خدمتونو پر پلي کېدو او د دغه ولایت ځوانانو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه, سپتمبر 19 2024 10:24 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ، په داسې حال کې چې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث ضیاء الرحمن الاریوبي او یو شمېر. . .

دوشنبه, سپتمبر 16 2024 9:52 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات ولایت د مرمر ډبرو او مالګې کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د مالګې او د چشت شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو له کانونو څخه لیدنه وکړه.

د يادو کانونو مسوولينو د خپلو. . .

دوشنبه, سپتمبر 16 2024 9:45 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات ولایت د کانونو له ریاست څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ (25/6/1403) نېټې د هرات د کانونو ریاست له کارکوونکو سره وکتل.

د هرات د کانونو رئیس ورته د ښه راغلاست تر څنګ د. . .

بېرته خبرونه ته