د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست داوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره وکتل

urgent_user
چهارشنبه, جون 26 2024 8:59 AM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په خپل کاري دفترکې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د طبیعي زېرمو، د کانونو د قراردادونو، د اوبو د مدیریت او کنټرول په ځانګړي ډول د برېښنا د سب سټېشن د جوړولو او د عینک د مسو پروژې ته د هغې د لېږد په اړه يې بحث او نظرونه شریک کړل.

په پای کې دواړو لورو د اقتصادي پروژو په ځانګړي ډول د عینک د مسو پروژې پیل يې د هېواد د ثبات لپاره مهم وباله او د پلي کېدو په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه, نوومبر 25 2024 1:56 PM
Background image

افغانستان خاورې ته د ټاپي پروژې د اړینو تجهیزاتو او نللیکو د انتقال لپاره د موقت بندر د جوړېدو په اړه غونډه وشوه

افغانستان خاورې ته د ټاپي پروژې د اړینو تجهیزاتو او نللیکو د انتقال لپاره د موقت بندر د جوړېدو په اړه غونډه وشوه

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي د ګازو نللیکې د ساختماني چارو د پېل په. . .

چهارشنبه, نوومبر 13 2024 2:47 PM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هالنډ هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهار شنبې په ورځ د 1403/8/23 نېټې په خپل کاري دفتر کې د هالنډ هېواد له پانګوالو سره وکتل.

په دې کتنه کې هالنډي پانګوالو د. . .

چهارشنبه, نوومبر 13 2024 12:20 PM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نورستان له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري نن چهارشنبه د 1403/8/23 نېټې د نورستان ولایت له والي ښاغلي قاري زین العابدین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د. . .

بېرته خبرونه ته