د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري غونډه ترسره شوه 

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۸:۵۴
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري غونډه د سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي او یو شمېر رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د تېرې غونډې پرېکړې تعقیب شوې، ورپسې د یو شمېر ریاستونو او قراردادیانو ستونزې او وړاندیزونه د وزارت د مقام د دفتر رئیس له لوري واورول شوې او د ریاستونو د کارونو د ښه والي په موخه یې په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو باندې بحث او نظرونه شریک کړل.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د فعالیتونو د لا ښه پلي کېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته