د کانونو او پټرولیم وزارت د ولایتونو رئیسانو لپاره د روزنیز پروګرام تر تیبول

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۴:۴۵
ddd

د بشري سرچینو ریاست د روزنیز پروګرام په د دوهم ځل لپاره د 22 ولایتونو رئیسانو او د وزارت د مختلفو برخو کارمندانو لپاره د وزارت قوانیونو او مقرراتو، د کاري پلانونو او برنامو ترتیبول، د عواید برخو، مالي او حسابي، د کانونو د قراردادونو او د جیولوجي سروې برخو تشريح کولو لپاره نن یکشنبه 15/8/1401 نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې پنځه ورځینی روزنیز پروګرام جوړ شوه.
په دغه مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور، تخینکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي، د پالیسۍ او برنامو مرستیال شېخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د بشري سرچینو رئیس احمد ضیاء خاکسار او د وزارت یو شمېر رئیسانو او کارمندانو ګډون درلوده. 
پروګرام د قران عظیم الشان په څو مبارکو آیاتونو سره پېل شو. ورپسې بیا د یاد وزارت سرپرست ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: چې د استخراجي صنایعو سکټور ته د ودې لپاره موږ تل هڅه کوو چې له مسلکي کسانو څخه کار واخلو.
د دغه پروګرام له ترسره کولو څخه مو موخه په بېلابېلو څانګو کې د یادو کارمندانو د پوهاوي د کچې لوړول دي. همدانګه یادو برخو تشریح د اړوندو څانګو د رئیسانو او متخصصینو له لوري ګډونوالو ته د پرزنتیشن له لارې وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته