د کانونو او پټرولیم وزارت د هئیت رهبري غونډه تر سره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۱۲:۳۷
بب

د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په مشرۍ د رهبري هیئت غونډه نن پنجشنبې 1/2/1401 نېتې د رئیسانو او مسؤلینو په ګډون د وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د د وزارت سرپرست د کارونو او فعالیتونو له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او د رهبري هئیت څخه یې وغوښتل چې دغه مسوولیت په ښه توګه تر سره کړئ  تر څو وکولی شو ښه پرمختګ وکړو.
په یاده ناسته کې پر څو مشخصو برخو خبرې وشوې چې له هغې جملې څخه د هیواد په پنځو برخو کې د ډبرو سکرو د بريښنا د تولید د فابریکې پر جوړلو، د غوریانو د اوسپنې د داوطلبي اعلان، د پانګوالو هڅولو لپاره د منرالونو د ښه والي پلان، د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ د مرمرو پر ډبرو د بحث تر څنګ د ټاپي پروژې د کمټې پر فعلیتونو هم بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره وکتل.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

بېرته خبرونه ته