د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۹:۲
ss

د 1402 مالي کال د رهبري پلاوي لومړۍ غونډه د چهار شنبې په ورځ د 2/1/01//1402 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د وزارت د مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې تر سره کړه.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د دغه وزارت د تیر یو کال د فعالیتونو، کارونو او لاسته راوړنو په اړه وویل: الحمدلله د کانونو او پټرولیم وزارت په پوره ایماندارۍ سره خپل مسوولیتونه او دندې ترسره کړي او په تېر یوه کال کې یې د پام وړ اړین کارونه او لاسته راوړنې لرلې چې د کلنۍ بودیجې زیاتوالی، د نورو وزارتونو په پرتله د ډېرو عوایدو راټولول، د بودیجې مصرف، کاري زمینې برابرول، د شفافیت رامنځته کول او ټاکل شویو موخو ته رسیدل د دغه وزارت له مهیمو لاسته راوړنو څخه دي او د مالیې وزارت د راپورونو له مخې ګمرکونو د ډبرو سکرو څخه څوارلس میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
همدارنګه اړوندو رئیسانو د خپلو فعالیتونو او دندو د خبرو تر څنګ  په نوي کال کې د خپلو برنامو او کاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل. او د وزارت MIS ریاست لخوا د عرایضو د ثبت پر جوړ شوي سیسټم په اړه بحث او نظرونه شریک کړل. او د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته هدایت ورکړ چې یاد سیسټم دې ژر تر ژره عملي شي.
د وزارت د پلان او پالیسۍ برخې مسؤولینو له خواد د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د پرزېنټېشن له وړاندې کولو وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لازمو لارښوونو سره غونډه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته