د کانونو او پټرولیم وزارت د رئیسانو د یو کلنو کړنو د ارزونې بهیر پیل شو

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۲۱:۲۲
د کانونو او پټرولیم وزارت د رئیسانو د یو کلنو کړنو د ارزونې بهیر پیل شو

د ملکي خدمتونو د لارښوونو او کړنلارو پر بنسټ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون په همکارۍ د ۱۴۰۴/۲/۹ نېټه د سه‌شنبې په ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري معینیت د رئیسانو د یو کلنو فعالیتونو او کړنو د ارزونې بهیر پیل شو. په دې ناسته کې مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حسام‌الدین صابري، د کارکوونکو چارو رئیس مولوي احمد ضیاء خاکسار ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون او د وزارت د ارزونې داخلي کمېټې استازو ګډون کړی و.
یاده ارزونه د اړوندو رئیسانو له خوا د وړاندې شوي کاري پلان پر بنسټ ترسره شوه. د دې ارزونې موخه د شته ستونزو پیژندنه، د ظرفیت لوړولو په اړه پرېکړې، د انګېزې لوړول، د راتلونکو موخو ټاکل او د کارکوونکو ترمنځ د اړیکو ښه کول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

بېرته خبرونه ته