د کانونو او پټرولیم وزارت ته د درې نوي رئیسانو معرفي کېدل
د کانونو او پټرولیم وزارت د درې نوي رئیسانو معرفي غونډه د یاد وزارت د جیولوجي سروې او تخنیکي مرستیالانو له لوري د یو شمېر رئیسانو او کارمندانو په شتون کې نن دوشنبه د 22/12/1401 نېټې د جیولوجي سروې معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
د جیولوجي سروې مرستیال په دې غونډه کې انجینر محمد خلیل "عالم خیل" د لابراتوارونو رئیس، انجنیر عبدالمتین "عابد" د منرالونو اکتشاف رئیس او انجنیر شفیق الله "عمران" د جیولوجي محیطي زیستی رئیس په توګه رئیسانو او کارمندانو ته ورمعرفی کړل او هغوئ ته یې د مقرر کېدو مبارکي ورکړه له هغوئ څخه يې وغوښتل چې ياد ریاستونه د دې وزارت له مهمو ریاستونو څخه دي او باید له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي هڅې وکړئ او په پای کې يې ورته په خپلو دندو کې د برياليتوب هيله وکړه.