د کانونو او پټرولیم وزارت او افغان ګاز امارتي شرکت تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

urgent_user
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۹:۲۴
س

له شبرغان څخه مزارشریف ته د ګازو د انتقال لپاره د ۹۴.۵ کیلومتره نللکې د غځولو هوکړه لیک د کانونو او پټرولیم وزارت او افغان ګازو امارتي شرکت سره د سه شنبې په ورځ (1403/5/10)  نېټې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او د افغان ګاز امارتي شرکت عمومي رئیس مولوي اختر محمد منصور ترمنځ لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خلکو د اړ تیا وړ ګازو برابرولو په موخه د افغان ګاز امارتي شرکت په تخنیکي همکارۍ له شبرغان څخه تر مزارشریف ښار پورې د ۹۴.۵ کیلومټره په اندازه دنللکې د جوړولو کار پیل کړی چې ۶۵ کیلومټره بشپړ شوی او پاتې ۳۱ کیلومټرو چارې به یې هم بشپړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته