د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه تر سره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۸:۲۵
c

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، تخنیکي مرستیال وحیدالله حلیمي، رئیسانو او د بېلابېلو برخو امرینو په ګډون نن چهارشنبه د 12/7/1402 نېټې تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د MIS ریاست لخوا د څلورو نویو سیسټمونو د جوړولو او پلي کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
ورپسې د 1402 کال د پروژو د فعالیتونو له مخې د بودجې د پراختیا او مصرف په اړه د مالي او حسابي ریاست له خوا د پریزنټیشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې شوو.
غونډه د خېر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته