د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۸:۲۴
۴

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه د مرستیالانو، ریسانو د بېلابېلو برخواستازو په شتون کې سه شنبه د ۱۷/۵/۱۴۰۲ نېټې د کنفرانسونه په تالار کې ترسره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د وزارت د وروستيو  کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړي او همدارنګه د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د اوسپنې کان او د غور ولایت د تولک سرب او جست کان د کانونو پټرولیم وزارت له عمده  لاسته را وړنو څخه یاد کړل. او یاد کانونه یې د هېواد د پرختیا لپاره مهم وبلل.

همدارنګه د جیولوجي او سروې معنیت MIS ریاست د کانونو او پټرولیم وزارت د الکټرونیکي سیستم په اړه د ولایتونو د ترازوګانو کنټرول او په مرکز کې د عرایضو د ثبت سیستم په اړه پرزنټېشن ورکړ.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کار د چټکتیا په اړه لازمې لار ښوونې وکړې او د وزارت د رئیسانو او مسولینو ته یې په رښتنې توګه د کارونو سرته رسولو په اړه سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۱۹
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ازبېکستان د سفیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلی عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۹مه نېټه د ازبېکستان جمهوریت د سفیر له مرستیال بهادر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۲۲:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران او افغانستان په ګډه غونډه کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په ملتیا ایران هېواد ته د خپل رسمي سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۳۸
Background image

د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۴مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د دویم بلاک تړون، چې ۹.۷ کیلومټره. . .

بېرته خبرونه ته