د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه د وزارت د مرستیالانو، رئيسانو په ګډون ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ځینو موضوعاتو سربېره یې د فرضي حج د ادا کولو په موخه د اسلامي امارت د حج اوقافو وزارت له لوري دیاد وزارت لپاره 15 تنو ته سهمیه ځانګړې شوې وه، چې په پچه اچونه کې د وزارت درئیسانو او کارمندانو په ګډون پنځلس تنه وټاکل شول.
د غونډې په پای کې د وزارت سرپرست د چارو او فعالیتونو د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.