د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د انګلستان هيوادله یوه پانګه وال سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۳:۳۵
123

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ 9/12/1401 نیټې د انګلیستان هيواد پانګوال ښاغلي درن هاشین او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو زمینې برابرول، د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او جذب په اړه یې خبرې اترې وکړې. 
همدارنګه ښاغلي درن هاشین او مل پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت د میلمه پالنې د مننې تر څنګ د افغانستان په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو د قانون او مقرراتو له مخې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته